انصار: ( د تله ۲۳ مه)، د اسراییل پر یوه پوځي اډه د حزبالله د بېپيلوټه الوتکو په یوه پراخ برید کې څلور اسراییلي عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
حزبالله چې د لبنان پر جنوبي برخو حاکمیت لري، د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.
د اسراییلو پوځ نن سهار وختي ویلي چې، برید د تلابیب د شمال په شپېته کیلومترۍ کې د بنیامینه ښار پر یوې پوځي اډې شوی او یو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل شوی دی.
د اسراییلو د بېړنیو خدمتونو ملي ادارې ویلي، د حزبالله په دغه برید کې ۶۷ اسراییلي پوځیان ټپيان شوي چې د ۷ تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.
دا پهداسې حال کې ده چې د لبنان په جنوبي برخه کې د حزبالله او اسراییلي پوځیانو ځمکنۍ جګړه او پر لبنان د اسراییل هوایي بریدونه لا هم دوام لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33900